IQNA

 د ملایشیا فعال له ایکنانیوز سره!

د اسرائیلي رژیم  بشري ضده جنایتونو د نړیوالو وجدانونه ویښ کړي دي

13:28 - September 24, 2025
د خبر لمبر: 3491755
ایکنا - د ملایشیا د اسلامي  تنظیمونو د مشورتي شورا (ماپیم) مشر عزمي عبدالحمید، له ایکنانیوز  سره په خبرو کې، د «صمود بیړیو کاروان » په پیلولو کې د ډېرو هېوادونو د فعالانو د ګډون په اړه وویل: دا بې‌ساری نوښت د اسرائیلي وحشي رژیم د جنایتونو په وړاندې د نړیوالو وجدانونو د ویښېدو نښه ده.

 د  ملایشیا د اسلامي سازمانونو مشورتي شورا (MAPIM) مشر عزمي عبدالحمید،د  اسلامي وحدت د ۳۹  نړیوالې غونډې په څنډې کې له ایکنا سره په خبرو کې وویل: د مسلمانانو ترمنځ د یووالي ترټولو مهم عامل د یوې واحدې قبلې پر لور عقیده ده؛ یوه قیبله د مسلمانانو ترمنځ د یوه واحد مرجعیت په معنا ده چې هغه د یو  خداي مرجعیت دی.

د ماپیم  مشر زیاته کړه: مونږ باید د فلسطین او د نړۍ د مظلومو مسلمانانو د دفاع لپاره یو غښتلی غږ ولرو او وکولای شو چې په ملګرو ملتونو او نړیوالو  ادارو کې ترې استفاده وکړو.

عبدالحمید ټینګار وکړ: د اسلامي ملګرتیا موسیسه په بالقوه توګه یو ډېر مناسب بنسټ دی چې کولی شي له اوسني وضعیت نه، چې مونږ ئې شاهدان یوو، مسلمانان وژغوري، خو دا موسیسه باید د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو د ملاتړ خپلې اصلي دندې  په سمه توګه ترسره کړي.

د اسلامي هېوادونو ترمنځ د قوي ائتلافونو د جوړولو اړتیا

هغه زیاته کړه: هغه هېوادونه چې اکثریت ئې مسلمانان دي، نور باید د ملګرو ملتو په څېر ناکاره سیسټمونو ته زاری ونه کړي. دوي باید د اسلامي ملګرتیا موسیسه  د  ناپیلي غورځنګ، آ.سه.آن، بریکس او نورو څو اړخیزو تړونونو له لارې متوازي دیپلوماټیک ائتلافونه جوړ کړي څو یرغلګر رسوا، منزوي او په دباؤ کې راولي.

هغه وویل: ملایشیا ، د  مسلمانانو اکثریت لرونکي او د ناپیلي غورځنګ غړي هېواد په توګه، د اعتبار او اخلاقي مقام لرونکی دی چې د اسرائیلي یرغلونو په وړاندې د مبارزې لپاره د دیپلوماتیکو، حقوقي او ستراتیژیکو وسیلو له لارې مشري وکړي.

صمود  بیړیو کاروان ؛ د نړۍ د  پتمنو سمبولیک نوښت!

هغه زیاته کړه: یو له مثبتو اقداماتو څخه چې د غزې د مظلومو خلکو د ملاتړ او د دې ساحې د کلابندۍ د ماتولو لپاره ترسره شوی،  نړیوال صمودکاروان  (Global Sumud Flotilla) پیلول دي. د صمود فلوټيلا کاروان ، چې د تیونس، مغرب، هسپانیې، ایټالیا او ملایشیاپه ګډون له بېلابېلو هېوادونو څخه دی، سره له دې چې څو ځله د اسرائیلو لخوا پرې یرغلونه شوي،خو  لا هم د غزې د محاصرې د ماتولو هدف ته د رسیدو لپاره  خپلې  لارې ته دوام ورکوي.

عبدالحمید وویل: دا کاروان د بېلابېلو هېوادونو د آزاد فکره وګړو په ګډون سره هڅه کوي بشري مرستې غزې ته ورسوي او د فلسطین د خلکو د انساني وضعیت د بوږنونکي  حالت او په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو اړتیا ته نړیوال پام راواړوي. یادو هېوادونو ټینګار وکړ چې سوله، د بشري مرستو رسول او د نړیوالو قوانینو، په ځانګړي ډول بشري حقوقو ته درناوی، د دغو هېوادونو ګډ ارزښتونه دي.

https://iqna.ir/fa/news/4306212

captcha